زه تائیدوم چې په ياده فورمه کې ذکر شوي معلومات او ورسره مل اسناد موثق او سم دي او د هغو اسنادو او جزیاتو څخه، چې په فورمه کې یادونه شوې ده اصل یې له ماسره شته. هر کله که یاد اسناد د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او یاهم اړونده ادارې وغواړي پر وخت ورته حاضروم او څنګه چې د نوموړو ادارو کاري پروسیجرونه يې غوښتنه کوي د مسولینو په واک کې ورکوم.
د دې واقیعت په درک کولو سره که نوموړي معلومات او اسناد ناسم ثابت شي او یاهم د واقعیت خلاف وي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د دې حق لري چې د نافذو قوانینو او طرزالعملونو سره سم ما اند د ازادې سیالۍ له ورستي پړاو څخه هم ویستلی شي او د اړتیا په صورت کې د عدلي او قضايې ارګانونو لخوا هم لازم اجرات ترسره کولی شي.